وړمه شپه په کابل ، هرات او مزارشریف کې دیلدا دشپې په مناسبت د ( جشن زایش خورشید ) ترنامه لاندې جشن جوړ شوی وو ، په کابل کې ځوانانو او پیغلو ترسهاره اورونه لګولي اوڅراغونه روښانه کړي وو ، او ټوله شپه یې په هیجان ، چیغو او شعر ویلو تېره کړه .
په کابل کې دپرتو نادري په نوم یوه شاعر چې ددې مراسمو منسجم بلل کیږي ، په دې اړه چې ولې داشپه لمانځي ، او ترسهاره اورونه بل ساتي ، په کابل ناتهـ سایټ کې په خپل بلاګ باندې لیکلي دي چې (در شب یلدا دومفهوم متضاد نهفته است.یکی این که یلدادرازترین شب سال است و در تمام این شب (اهرمن) با (اورمزد) در ستیزاست.شب ستیز ظلمت است با نور.چون درازترین شب است، پس درازترین حمله ی اهرمن براورمزد درهمین شب است،ازاین دیدگاه قدیمیان شب یلداراشب مبارک نمی دانستند وآن رانحس می خواندند.چنین بود که تمام شب چراغ روشن می داشتند و شب زنده داری می کردند، آتش می افروختند تا درروشنایی چراغ وآتش اهرمن نتواند به خانه های آن هاراه یابد .گویی بدینگونه می خواسته اند تا اورمزد را و نور را و نیکی رادر پیروزی براهرمن و تاریکی یاری رسانند؛اما دربعد دیگراهرمن نماد تاریکی و زشتی دراین ستیزسرانجام شکست می خورد ومیترای شکست نا پذیر با نوروگرمای خویش براو پیروزمی شود،مهرتولد می یابد و پس ازآن ،روز وروشنی است که فزونی می گیرد و روزها درازترمی شود )
نوموړی وایي په دې شپه ځکه خلک اورونه بل ساتي ، ترڅو اورمزد یا آهورا مزدا ( دلمرپرستانو په باور درڼا رب النوع ) سره کومک وکړي دچې دتیارې په رب النوع ( اهریمن ) باندې برلاسی شي ، دهمدې لپاره خو د اور ، څراغ او بل هر رڼا کوونکی څیز څخه استفاده کیږي ، ترڅو تیاره محو او رڼا تولید شي ، چې په پای کې خبره دلمر زیږیدلو ( زایش خورشید ) ته ورسیږي .
د بي بي سي فارسي په قول پرتو نادري چې هرکال له یوه ډلو نورو همفکرانو سره د یلدا شپه لمانځي ، په دې اړه چې ولې دا رواج ژوندی ساتي وویل ( این شب را به خاطر این که "ایستادگی روشنایی در برابر تاریکی است" گرامی می دارند) د پرتو نادري اشاره واضحا دلمرپرستانو عقیدې ته وه ، چې دپخوانۍ اریانا لمرپرستو دخپل میترایي عقائدو له مخې باور درلود ، چې دا شپه دلمر دزیږېدو شپه ده ، په دې شپه د خیر او شر دخدایانو سره جنګ وي ، چې په پای کې د خیر خدای میدان ګټي او لمر پیدا کیږي ، د دې دین پیروان دخپلې عقیدې له مخې کوښښ کوي چې په دې شپه دخیر له خدای اهورا مزدا سره مرسته وکړي ، نوځکه شمعې او اورونه لګوي اوترسهاره شپه ویښه تیروي .
د یلداشپه یا ( دلمر دزیږیدلو جشن ) دلمرپرستو د عقیدې برخه ده ، نوځکه افغانستان ته داسلام په راتګ سره دغه جاهلي رواج له منځه لاړ ، دپخواني خراسان اوسني افغانستان اوسیدونکو داسلام په قبلولو سره خپل پخواني عقائد او کفري رواجونه پریښودل ، چې په دې لړ کې یې خپل کلني اخترونه هم په اسلامي طریقه برابر کړل ، او یوازې یې دعیدالفطر او عیدالاضحی ورځې دکلنیو اخترونو په دود دلمانځلو وړ ورځې وبللې .
دافغانانو لخوا د پخوانیو کفري لمانځنو دپریښودلو علت درسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ارشاد وو ، چې دمدینې منورې اوسیدونکو ته یې ویلي وو ، چې الله تعالی ستاسو لپاره دمجوسیانو داخترونو په عوض ترهغه بهتر دوه اخترونه رالیږلي دي ، چې دعیدالفطر او عیدالاضحی اخترونه دي ، له همدې امله مسلمانانو پخواني جاهلي رواجونه او اخترونه پریښودل او خپلې اسلامي لمانځنې یې پيل کړې .
خو په افغانستان کې دامریکایي بې سرحده دیموکراسۍ په پیاده کیدو ، دنورو کفري او جاهلي کړنو او رواجونو غوندې دنوروز او شب یلدا رواج هم یوځل بیا پیل شو ، چې اوس هر کال په پوره اهتمام سره لمانځل کیږي .
وړمه شپه دیلدشپه او دلمر دزیږیدلو جشن وو ، او سبا بله ورځ د مسیحیانو دکریسمس جشن را روان دی ، د رژیم تر سیوري لاندې بې دوربله سیکولران چې د مجوسیانو او اتش پرستو اخترونه او ورځې لمانځي ، باید چې دمسیحیانو اختر خو خامخا ولمانځي ، ځکه یو خو مسیحیان اهل کتاب دي او تر پخوانیو مجوسیانو مسلمانانو ته ورخپل دي ، چې حتی نکاح او ذبح یې روا بلل کیږي ، په داسې حال کې چې دمجوسیانو سره نکاح او ذبح حلاله نه ده ، بله داچې همدغه افغان سیکولران دمسیحیانو منت بار دي ، چې هم یي قدرت ته رسولي او هم یې دچلولو او کومک وظیفه په غاړه لري ، زما په نظر خو که افغان سیکولران د مجوسیانو داختر په لمانځلو نه شرمیږي د کریمیس په لمانځلو خو باید بیخي باک ونه کړي (!!!)
د پورته الزامي څرګندونو مقصد مې داوو ، چې زموږ په هیواد کې وارداتي دیموکراسۍ او لادینیت پښې تر بړستن ایستلي دي ، خوموږ لا هم ورته بې تفاوته ناست یو ، ځانونه مسلمانانو بولو ، خو په مخکې مو دکفر جشن لمانځل کیږي ، عقیده په واحد او لاشریک (الله ) لرو ، خو داهریمن او اهورامزدا پالونکي مو دهیوادپه پاکه ځمکه دخپلو جاهلي عقیدې اورونه بلوي ، هغوی چې داسلام اخترونه نه لمانځي ، داختر لمونځ او اسلامي فلسفه نه پیژني په ځغرده دکفري اخترونو لپاره جشنونه جوړوي ، که دابهیر همداسې روان پاته شي په یاد ولرئ چې یو وخت به ددې اسلامي وطن په خاوره دکریسمس جشونه هم ولمانځل شي .
موږ افغانانو تل په دې شعار غاړه لکه وړې ده چې زموږ مسلمان اولس ، اسلامي هیواد ، اسلامي حکومت او دې ته ورته نور شعارونه ، خو په دې خبر نه یو ، چې اسلام څه معنی ؟ آیا اسلام یوازې یو شعار دی ، چې (زنداباد) ورسره وویل شي ، ایا اسلام یوازې یو نسبت دی ، چې په (تذکره) کې ولیکل شي ، آیا اسلام یوازې دادی چې سهار په راډیو کې دبرکت الله سلیم قرأت وویل شي او که اسلام له عقایدو ، اخلاقو ، عباداتو ، فرهنګ ، سیاست ، معاملاتو او نورو مشخصاتو نه جوړ یو کامل او شامل دین دی ، چې زموږ د ټول اجتماعي ژوند ټول اړخونه ، حدود او قوانین راته ټاکي .
معلومه خبره ده ، چې اسلام موږ ته هرڅه روښانه کړي دي ، حتی قضای حاجت ته دتللو په اړه یي هم یو کتاب لارښوونې راته کړي دي ، الله تعالی وایي ما انسان سراېله نه دی پرې ایښي ( أیحسب الانسان أن یترک سدی – سورة القیامة ) نوچې مسلمان په ډیرو ادنی مسائلو کې سراېله نه وی ، آیا دکلنیو اخترونوپه لمانځلو کې به سراېله وبلل شي ، او دا اختیار به ورکړل شي ، چې د هر دین اختر یې چې خوښ وي ودې لمانځي ، نه هیڅکله نه ، ځکه اخترونه زموږ ددین کلتوري تشخصات دي ، کلتور هغه څه دی ، چې یو اولس له بله بیلوي ، له همدې امله خو یې په پښتو کې کلتور هڅوب بللی ( هغه څه چې ولسونه بیلوي ) داسلامي امت کلتوري تشخص په حقیقت کې اسلامي اولس له کفري اولس نه بیلوي ، که موږ مسلمانان یو خو باید یوازې اسلامي اخترونه ولمانځو ، ترڅو مسلمانان ښکاره شو ، مسیحیان تنها خپل اخترونه لمانځي ، آیا تاسو مسیحیان لیدلي چې دکوچني اختر ورځې یې لمانځلي وي ؟ آیا مجوسیان مو لیدلي چې دلوی اختر په ورځ یې قرباني کړي وي ؟ نو چې ځواب منفي دی ، موږ ولې خپل دیني کلتوري سرحد نړوو او دکفر په اتن ورګډیږو .
ځیني خلک د عصبي او نژادي تمایلاتو له امله دغه ډول کارونه کوي ، خو دوی باید پوه شي ، چې داسلام په راتګ سره قومي او نژادي عصبیتونه باطل بلل شوي دي ، او هیڅ اعتبار نلري ، اسلام ددې لپاره راغلی چې داشرافو او ارذالو په نړۍ کې داعتدال او وحدت توغ هسک کړي ، نوځکه که څوک ځان مسلمان بولي باید هغه رواجونه او عنعنات هیر کړي ، چې اسلام باطل بللي دي .
افغانستان